لیکنې
روغتیايي پیغام!
د وینې کمښت د ستړیا، کمزورۍ، سرګرځېدو او ساه لنډۍ لامل کېدای شي، د مخنيوي لپاره يې متوازن او مغذي خواړه وخورئ او که د کمخونۍ نښې لرئ، روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړئ.
د وینې کمښت مخنیوی، د روغتیا ساتنه!
روغتیايي پیغام!
مېوې او سابه اړین ویټامینونه، منرالونه او فایبر لري او د سالمې روغتیا په ساتلو کې مهم رول لري. هڅه وکړئ، چې په ورځنيو خوړو کې مو بېلابېلې مېوې او تازه سابه شامل کړئ.
ميوې او سابه؛ پياوړې روغتيا!
روغتیايي پیغام!
هیپاټایټس B د ځیګر یوه ویروسي ناروغي ده چې د اخته کس د وینې او ځینو بدني مایعاتو له لارې روغ کس ته انتقالېږي. د واکسین له لارې د دې ناروغۍ مخنیوی کېدای شي؛ نو د هیپاټایټس B واکسین په ټاکلي وخت ترلاسه کړئ.
د هیپاټایټس B پر وړاندې واکسین، د روغتیا لپاره خوندي ګام!
روغتیايي سپارښتنه!
د ډېر لوړ غږ او شور سره مخامخ کېدل د اورېدلو حس ته زیان رسولای شي.
د غوږونو د ساتنې لپاره لاندې سپارښتنو ته پام وکړئ:
١- له ډېر لوړ غږ څخه ځان وساتئ.
٢- هیډفون ډېر مه کاروئ.
۳- هېڅ شی د غوږ دننه مه ننباسئ.
٥- که په اورېدلو کې کمښت، درد یا دوامدار شور احساس کړئ، د مسلکي روغتیايي کارکوونکي سره
روغتیايي پیغام!
کافي اوبه څښل د بدن د اوبو په توازن ساتلو او د بدن د عادي فعالیتونو په ترسره کېدو کې مهم رول لري. د ورځې په اوږدو کې په منظم ډول اوبه وڅښئ او د بدن د اوبو اړتیا ته مو پاملرنه وکړئ.
اوبه وڅښئ، روغتيا مو وساتئ!
روغتیايي پیغام!
د کار پر مهال سترګې له دوړو، کیمیاوي موادو او نورو خطرونو څخه وساتئ!
د سترګې د جدي ټپ یا کیمیاوي موادو سره د تماس په صورت کې، ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته مراجعه کړئ!
سترګې مو وساتئ؛ لید مو ارزښت لري!
روغتیايي سپارښتنه!
د زکام د خپرېدو مخنیوی وکړئ!
زکام او نورې ويروسي تنفسي ناروغۍ د ټوخي او پرنجي د څاڅکو او نږدې تماس له لارې له یوه کس څخه بل ته لېږدېدای شي.
د ځان او نورو د ساتنې لپاره:
۱- د ټوخي او پرنجي پر مهال خپله خوله او پوزه پټه کړئ.
۲- لاسونه په منظم ډول په اوبو او صابون ومینځئ.
۳- د ناروغۍ پر مهال له
روغتیايي پیغام!
منظم او کافي خوب وکړئ، د شپې پر وخت ویده شئ او سهار پر وخت له خوبه پاڅېږئ؛ ځکه منظم خوب د بدن او ذهن د روغتیا لپاره مهم دی.
منظم خوب؛ د سالمې ورځې پیل!
روغتیايي سپارښتنه!
د زکام د خپرېدو مخنیوی وکړئ!
زکام او نورې ويروسي تنفسي ناروغۍ د ټوخي او پرنجي د څاڅکو او نږدې تماس له لارې له یوه کس څخه بل ته لېږدېدای شي.
د ځان او نورو د ساتنې لپاره:
۱- د ټوخي او پرنجي پر مهال خپله خوله او پوزه پټه کړئ.
۲- لاسونه په منظم ډول په اوبو او صابون ومینځئ.
۳- د ناروغۍ پر مهال له