لیکنې
روغتیايي پیغام!
د امیندوارۍ په جریان کې په خپل سر د درملو له استعمال څخه ډډه وکړئ؛ ځکه چې دا ستاسې د ماشومانو د معیوبیت لامل کیدای شي.

روغتیايي پیغام!
د لشمانیا (سالدانې) د درملنې په موخه له خود سرانه توکو، لکه د پټیو له لګولو، بوټانو رنګ، نوکانو رنګ او ورته نورو توکو له استعمال څخه ډډه وکړئ؛ ترڅو د ناوړه پېښو رامنځته کېدو مخنیوی وشي.

روغتیايي پیغام!
کله چې حشره وژونکې (سپری) وکاروئ خونه پرېږدئ، د خونې دروازې وتړئ او د ۱۰ دقیقو لپاره خونې ته مه ورننوځئ.

روغتیايي پیغام!
که اسهال ډېر شدید وي د ماشوم د مړیني لامل کېدای شي، نو د شدید اسهال درلودلو په صورت کې ماشوم ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته انتقال کړئ؛ ترڅو د ناوړه پایلو مخنیوي وشي.

روغتیايي پیغام!
د سالدانې، ملاریا او ورته نورو ناروغیو انتقال څخه د مخنیوي لپاره، د کور دننه میاشي د حشره وژونکو سپری پواسطه له منځه یوسئ؛ ترڅو د یادو ناروغیو د انتقال مخنیوی وشي.

روغتیايي پیغام!
که په اسهال اخته ناروغ کې تبه، په فضوله موادو کې د وینې شتون، پرله پسې کانګې، په کمزوري توګه د مور د شیدو څښل او د لاسونو او پښو بې حسي ولیدل شي، ژر تر ژره یې روغتیايي مرکز ته انتقال کړئ؛ تر څو د ناوړه پایلو څخه یې مخنیوی وشي.

روغتیایي پیغام!
شیدې خوړونکو کوچنیانو ته د اسهالاتو پر وخت د مور شیدې ډیرې ورکړئ ، تر څو د بدن مایعات یې پوره او د خوارځواکۍ څخه څخه وژغورل شي.

روغتیايي پیغام!
د کانګو ناروغۍ خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه د ژوندیو او یا مړو شویو څارویو د جسدونو، څرمنو، وړیو، د ذبحه شویو څارویو د ناپاکو پښو او سر د لېږد او انتقال لپاره شخصي او مسافر وړونکي نقلیه وسایل مه کاروئ؛ ترڅو د یادې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی وشي.
