لیکنې
روغتیايي پیغام!
د کانګو ناروغي خپرېدو مخنیوي لپاره قصابان باید د حلالې کولو پر مهال له شخصي محافظتي وسایلو لکه مناسب کاري لباس، دستکشو، ماسک، عینکو او موزو څخه استفاده وکړي؛ ترڅو پر کانګو ناروغۍ اخته نشي.
روغتیايي پیغام!
د نشه یي توکو کارول جدي روغتیايي، رواني او ټولنیزې ستونزې رامنځته کوي، له کارونې څخه یې ډډه وکړئ.
روغتیایي پیغام!
د نس ناستې له پیل څخه تر پای پورې خپل ماشوم ته د او-آر-اېس محلول ورکړئ، ځکه په نس ناستې اخته ماشوم لپاره تر ټولو غوره مایع د او-آر-اېس محلول دی.
روغتيايي پيغام!
په بروسلوزس ناروغۍ له اخته کېدو څخه د مخنيوي لپاره د طب او حيواني روغتیا ډاکټرانو سپارښتنو او مشورو ته پام وکړئ؛ تر څو په دې ناروغۍ اخته نه شئ.
روغتیایي پیغام!
هغه ماشومانو ته چې په نس ناستي اخته وي، او ار اېس، د وریجو اوبه، کم رنګه چای او نور مایعات ورکړئ، ترڅو د هغې له ناوړه پایلو څخه مخنیوی وشي.
روغتیايي پیغام!
د نشه یي توکو کارول جدي روغتیايي، رواني او ټولنیزې ستونزې رامنځته کوي، له کارونې څخه یې ډډه وکړئ.
روغتیایي پیغام!
د خوراکي توکو د ساتلو لپاره له سرپوښ لرونکو لوښو څخه کار واخلئ، ځکه دا د هغو د پاک ساتلو ښه لاره ده؛ ترڅو ناروغ نه شئ.
روغتیایي پیغام!
رواني ناروغانو سره د درملو په کارولو او د رواني ـ ټولنیزو مشورو په ناستو کې د ګډون په موخه مرسته وکړئ، تر څو ژر روغ شي.
روغتیايي پيغام!
د معاينې پر مهال خپلې ټولې روغتيايي ستونزې ډاکټر ته ووایئ او د هغه پوښتنو ته سم ځواب ورکړئ؛ تر څو مو ښه درملنه وشي.