لیکنې
روغتیايي پیغام!
واکسین د وژونکو ناروغیو مخه نیسي.
ماشوم مو مخکې له دې چې ناروغ شي، واکسین یې کړئ. واکسین د ماشوم روغتیا ساتي او د وژونکو ناروغیو خطر له منځه وړي؛ ځکه چې وقایه له درملنې څخه غوره او زیاته خوندي ده.
روغتیایي پیغام!
ککړه هوا څوک ګواښي؟
ککړه هوا تر ټولو زیات ماشومانو، امیندواره ښځو او زاړه کسانو ته زیان رسوي. دا د ماشومانو وده کمزورې کوي او امیندواره ښځې له جدي روغتیایي ستونزو سره مخ کوي.
روغتیایي پیغام!
ګرانو هېوادوالو!
هغه ټولنه چې د ککړې هوا تر اغېز لاندې وي، هلته د زړه ناروغۍ، ساه لنډي او نورې تنفسي ناروغۍ زیاتې رامنځته کېږي، ځکه دا ناروغۍ د هوا د ککړتیا له امله پیدا کېږي. پاکه هوا زموږ د روغتیا سبب ګرځي.
روغتیایي پیغام!
د سینه بغل نښې
ګرانو هېوادوالو!
د سینه بغل ناروغۍ مهمې نښې، ساه بندي، تبه، د سینې درد او ټوخی دی. که څوک په دې ناروغۍ اخته شي، باید استراحت وکړي، ډېرې اوبه وڅښي او د ډاکټر سپارښتنې عملي کړي؛ څو ژر روغ شي.
روغتيايي پيغام!
ګرانو هېوادوالو:
پاکه هوا سالمه ټولنه او روښانه راتلونکې تضمینوي. نو راځئ چې د ځان او خپلو ماشومانو لپاره چاپېریال له ککړتیا څخه وساتو، دا زموږ ګډ انساني او اخلاقي مسؤلیت دی.
روغتیايي پیغام!
ګرانو هېوادوالو!
که په ماشومانو او لویانو کې لاندې نښې ولیدل شي، کېدای شي په حاد تنفسي انتان اخته وي لکه؛ د پوزې بندېدل یا له پوزې څخه د اوبو راتلل، د ستوني درد، ټوخی، ستړیا او د بدن درد.
روغتیایي پیغام!
ګرانو هېوادوالو!
حاد تنفسي انتان یوه حاده تنفسي ناروغي ده، چې د ساه اخیستلو په طبیعي بهیر کې ګډوډي او ستونزې رامنځته کوي. په چټکۍ سره تنفسي سیستم اغېزمنوي او پوزه، ستونی او سږي زیانمنوي. که په دې ناروغۍ اخته یاست، نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
روغتيايي پيغام:
له رواني ناروغانو سره تاوتريخوالی مه کوئ، هغوی په ځنځيرونو مه تړئ او مه يې په ګواښ او وېرولو ځوروئ؛ پر ځای يې د درملنې لپاره اړوندو روغتيايي مرکزونو ته يوسئ او درملنه يې وکړئ.
روغتیايي پیغام!
که چېرې سترګه د کیمیاوي موادو لکه چونې، تېزابو، د اور لمبې او یا ګاز له امله وسوځي، نو سترګه سمدستي په زيات مقدار پاکو اوبو ومینځئ او ناروغ ژر تر ژره د سترګو ډاکټر یا نږدې روغتیايي مرکز ته ورسوئ، څو د ناوړه پایلو مخه ونیول شي.