لیکنې

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۰:۳۱

روغتیايي پیغام!

د دې لپاره چې خپله روغ شئ او د نري رنځ ناروغۍ میکروب مو د کورنۍ نورو غړو ته انتقال نه شي په خپل سر د نري رنځ درمل مه بندوئ.

MOPH

 

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۰:۰

روغتیايي پیغام!

هغه ماشومان چې ذهني کمزورتیا ولري کولای شي ځیني مهارتونه زده کړي، له دې کبله هغوې ته مکررې زده کړې ورکړئ.

 

Health message

 

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۴:۱۷

روغتیايي پیغام!

د مهاجرتونو او په کمپونو کې د خلکو راټولېدنې په وخت کې ناروغۍ ژر خپریږي، نو په داسې حالاتو کې باید خپل ماشومان واکسین کړئ.

Health message
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۳:۳۴

روغتیايي پیغام!

که تاسو د ملاریا شک لرۍ نو له ځنډ پرته د تشخیص په موخه خپله وینه معاینه کړئ.

Health message

 

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۲:۰

روغتیايي پیغام!

ملاریا یوه خطرناکه ناروغي ده، چې د غوماشي په واسطه له ناروغ څخه روغ شخص ته لېږدول کېږي او ماشومان او امېندواره مېرمنې یې له ډېر خطر لاندې وي

Health message

 

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۲۲:۹

روغتیايي پیغام!

د سترګو کمزورتیا په هر عمر کې شتون لري او ښوونځي ته د زده کوونکو د نه لېوالتیا یو لامل ممکن د دوی د سترګو کمزوري وي، چې باید د درملنې په موخه د سترګو ډاکټر ته مراجعه وکړي.

MOPH

 

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۲:۵۴

روغتیايي پیغام!

درمل د رواني ستونزو څخه د رغېدو یوازینۍ لاره نه ده، بلکې د درملو ترڅنګ ټولنیزې رواني مشورې هم د رواني ستونزو د بشپړې درملنې لامل کېږې.

Health message

 

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۱:۶

روغتیايي پیغام!

شری د ماشومتوب دورې یوه وژونکې ناروغي ده، له دې کبله خپل ماشومان په ۹ میاشتینۍ او یو نیم کلنۍ کې د شري په وړاندې واکسین کړئ.

MOPH

 

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۳:۵۲

روغتیايي پیغام

کله مو چې ماشوم ناروغ وي، نو هغه ته په لږ مقدار څو څو ځلې خواړه ورکړئ؛ تر څو په اسانۍ سره یې هضم او جذب ترسره شي.

Health message

 

Pagination