د ډینګي ناروغۍ نښې او نښانې!
لوړه تبه د ډینګي ناروغۍ له عامو نښو څخه ده، چې تر ۴۰ درجې سانتيګراد (۱۰۴ درجې فارنهایټ) پورې رسېدای شي او معمولاً له لاندې نښو څخه له دوو یا ډېرو نښو سره مل وي:
۱- زړه بدوالی او کانګې
۲- د سترګو شاته درد
۳- سردرد
۴- د پوستکي سور داغونه
۵- د هډوکو، بندونو او عضلاتو درد
۶- د لمفاوي غدو پړسوب