لیکنې
روغتیايي پیغام!
د کانګو ناروغۍ (وینه بهوونکې تبې) د خپرېدو په صورت کې، د ژوندیو او مړو شویو څارویو، پوستکي، وړیو، او د حلال شویو څارویو د ناپاکو سرونو او پښو د لېږدولو لپاره شخصي یا مسافر وړونکي وسایط مه کاروئ.
#کانګو
روغتیايي پیغام!
د کانګو ناروغۍ (وینه بهوونکې تبې) د خپرېدو په صورت کې، د څارویو ذبحه کول باید یوازې په قصاب خونو (مسلخ) کې ترسره شي؛ ترڅو د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.
#کانګو
روغتیايي پیغام!
د کانګو ناروغۍ (وینه بهوونکې تبې) د خپرېدو په صورت کې، څارویو ته د پاملرنې لپاره یو کس وټاکئ.
#کانګو
روغتیايي پیغام!
د کانګو ناروغۍ (وینه بهوونکې تبې) د خپرېدو په صورت کې، قصابان باید د څاروي د ذبحه کولو پر مهال شخصي محافظتي تجهیزات لکه مناسبې کاري جامې، دستکشې، ماسکونه، عینکې او موزه ډوله بوټان وکاروي؛ ترڅو په کانګو ناروغۍ اخته نه شي.
#کانګو
روغتیایي پیغام!
که چېرې تاسو کنه وچیچي او د کانګو ناروغۍ نښې نښانې لکه تبه، زکام، زړه بدوالی، کانګې او د پوستکي لاندې وینه بهېدل را څرګند شي، نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ؛ ترڅو مو ناروغي ژر تشخیص او درملنه مو وشي.
# کانګو
روغتیايي پیغام!
تازه مېوې او سبزیجات له خوړولو مخکې په ښه توګه ومینځئ او د ۳۰ دقیقو لپاره یې په کلورین یا پوټاشیم (پوټاشیم پرمنګنیټ) محلول کې پرېږدئ؛ تر څو له میکروبونو پاک او د ناروغۍ لامل مو نه شي.
پیام صحی!
استفاده از تنباکو، خطر حملات قلبی و سکته مغزی را افزایش می دهد، پس از استفاده تنباکو خود داری نمائید.
روغتیايي پیغام!
د منظم فزیکي فعالیتونو، سبزیجاتو او تازه مېوو کارولو او په خوراکي توکو کې د مالګې کم کارولو سره، د چاغوالي، شکرې ناروغۍ، وینې لوړ فشار، زړه حملې او مغزي سکتې څخه مخنیوی
وکړئ