لیکنې
روغتیایي پیغام!
که چېرې د مکتب یو شاګرد تخته په سمه توګه نه شي لیدلی، یا د مطالعې پر مهال د کتاب کرښې سمې نه ویني او یا هم ورسره د سر درد ولري؛ نو باید د هغه د سترګو معاینه ترسره شي، ترڅو د ناوړه پایلو مخنیوی وشي.
روغتیايي پیغام!
که ستاسو غاښونه چینجن وي، نو درملنه یې وکړئ؛ ترڅو د دوامدار درد سبب ونه ګرځي او غاښ مو له منځه لاړ نه شي.
روغتيايي پيغام!
کم وزن لرونکي ماشوم ته د نورمالو ماشومانو په پرتله څو څو ځلې د مور شیدې ورکړئ؛ ترڅو ژر وده وکړي.
روغتیایي پیغام!
که غواړئ غاښونه مو سپین، کلک او ساه مو تازه وي؛ نو تل د خولې پاکوالي او نظافت ته پاملرنه وکړئ.
روغتیایي پیغام!
خپل ماشومان د مینې او مهربانۍ په څرګندولو، د ښه چلند او له ګواښ او سپکاوي څخه په ډډه کولو سره د نشه يي توکو له کارولو نه وساتئ؛ ځکه د نشه يي توکو کارول د هغوی د ژوند ټولې برخې، په ځانګړي ډول ذهني وړتیاوې، زده کړې او ټولنیزې اړیکې ګډوډوي.
روغتیايي پیغام!
هر مراجعه کوونکی باید د روغتیايي مرکز له پرېښودو مخکې د خپلې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي، تر څو درملنه پر ټاکلي وخت او سمه توګه تر سره شي.
روغتیايي پیغام!
هغه کسان چې د بدن دفاعي سیستم یې کمزوری وي، ژر په حاد تنفسي انتان اخته کېږي؛ لکه ماشومان، زاړه کسان، روږدي کسان او هغه کسان چې د زړه او تنفسي ناروغۍ لري؛ نو راځئ چې پاکوالی مراعت کړو او خپل ځانونه خوندي وساتو.
روغتیایي پیغام!
ګرانو هېوادوالو!
خپل ماشوم ته د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور شیدې ورکړئ؛ ځکه د مور شیدې ټول اړین پروټینونه، ویټامینونه، منرالونه او انټي باډۍ لري. دغه مواد د ماشوم د ودې او پرمختګ، د هاضمي او معافیت سیستم په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
روغتیایي پیغام!
ګرانو هېوادوالو!
سینه بغل د تنفسي سیستم یوه جدي ناروغي ده، چې ساه اخیستل ستونزمنوي. دا ناروغي اکثر د میکروبونو یا ویروسونو له امله رامنځته کېږي. که تاسو په دې ناروغۍ اخته یاست، نو ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ!