ټول خبرونه
د پکتیکا ولایت عامې روغتیا رياست لپاره نوی رئيس معرفي شو
د عامې روغتیا وزارت د مقام په وړاندیز او د ریاستالوزراء عالي مقام د حکم له منظورۍ وروسته ښاغلی میرزا علي خان د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس په توګه وټاکل شو.
نوموړی د عامې روغتیا. . .
د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۵۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د عمومي روغتون د جوړولو چارې پیل شوې
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي میدان وردګ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د چک ولسوالۍ په سیبکو سیمه کې د ۵۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د يو عمومي روغتون د بنسټ. . .
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کارکوونکو ته شپږمه مصوبه تشریح شوه
د عامې روغتیا وزارت د مقام تر منظورۍ وروسته د شپږمې مصوبې د معرفي او تشریح په موخه د خوړو او درملو معینیت د رهبرۍ او کارکوونکو په ګډون غونډه تر سره شوه
په دې غونډه کې د خوړو او درملو. . .
د باکټریالوژي کلچر او انټي بیوګرام پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د لابراتواري خدمتونو د کیفیت لوړولو او د میکروبونو پر وړاندې د میکروب ضد درملو د مقاومت (AMR) د تشخیص او کنټرول وړتیا د پیاوړتیا. . .
د عامې روغتیا وزارت له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د سرویلانس حمایوي ټیمونو (SST) لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو
دغه پروګرام د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا، د روغتیايي معلوماتو د کیفیت لوړولو او د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخه کې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه جوړ شوی دی.
. . .د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې د 1.5 میلیونه افغانیو په لګښت يوه روغتيايي ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
دغه ودانۍ د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په هڅو د شیرزادو ولسوالۍ د سوداګرو په شخصي لګښت د ماماخیلو په بشپړ روغتیایي مرکز کې د مور او ماشوم د درملنې څانګې لپاره جوړه. . .
د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې یو نوی روغتیايي مرکز پرانیستل شو
د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ شامکار سیمه کې د سیمې اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یو نوي روغتیايي مرکز (FFHC) پرانیسته تر سره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد. . .
د خوړو او درملو معینیت ۳۳ کارکوونکو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د ښه تولید (GMP) اووه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو
دا پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ پيل شو، چې په کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت، جواز ورکولو، د صادراتو او وارداتو تنظیم او څارنې او پلټنې ریاستونو ۳۳ کارکوونک. . .
د کابل ښار هوټل پروان سیمه کې پنځه درمليز تأسیسات د سرغړونو له امله وتړل شول
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د درملو د وارداتو او وېش آمریت کارکوونکو د کابل ښار د هوټل پروان په سیمه کې له ۸ درمليزو تأسیساتو څخه څارنه وکړه.. . .
