ټول خبرونه
د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د درملو او روغتیايي محصولاتو واردولو او عرضه کولو (۱۳۵۸۶) جوازونه صادر شوي دي
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د صادراتو او وارداتو د تنظیم ریاست د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د واردولو او عرضه. . .
بادغیس ولایت کې ۱۵ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي له منځه یووړل شول
د بادغیس عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د خوراکي توکو له عمده پلورنځیو څخه د نظارت پر مهال ۱۵ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او د. . .
د محراب الدین عالي لېسې څه باندې ۲۶۰۰ تنه زده کوونکو ته د نشه يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو
یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .
د عامې روغتیا وزارت مرستیال د افغان جاپان او سرطاني ناروغیو درملنې تخصصي روغتونونو څخه لیدنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنیکي پلاوي په ملتيا د افغان جاپان او سرطاني ناروغيو درملنې تخصصي روغتونونو څخه لیدنې تر سره. . .
د وچکالۍ ځپلو ټولنو لپاره په کندز او هرات کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو هوکړهلیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري کندز او هرات ولایتونو کې د وچکالۍ ځپلو ټولنو لپاره د ژوند ژغورونکو روغتیايي، تغذیې، MHPSS او RCCE مدغمو خدمتونو وړاندې کولو په موخه له International Rescue. . .
بغلان ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور له مرکزونو څخه نظارت ترسره شو
د بغلان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د خصوصي روغتیايي سکتور اړوند ۱۷ روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې یو روغتيايي. . .
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا له والي، ښاغلي مولوي عبدالخالق عابد سره لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې د پکتیکا ولایت د روغتیايي وضعیت، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهير او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.
د پکتيکا والي په دغه ولايت کې د روغتيايي. . .
د تخار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت مسؤلینو په بهارک او خواجه غار ولسوالیو کې له یو شمېر دولتي او ۲۷ خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ
د یاد نظارت پر مهال د بهارک ولسوالۍ جامع روغتیايي مرکز او د خواجه غار ولسوالۍ د هزارباغ جامع روغتیايي مرکز سربېره، ۲۷ خصوصي روغتیايي مرکزونه وکتل شول، چې کلینیکونه، روغتيايي کتنځي، د. . .
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار کې د ۳۰۹۱ نمونو ازموینه ترسره شوې ده
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار مسؤلینو د تېرې میاشتې په ترڅ کې د درملو او روغتیايي محصولاتو ۲۹۲۰، د خوراکي توکو ۱۳۹ او د اوبو ۳۲ نمونې د کیفیت کنټرول او. . .
