لیکنې

شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۹:۵۹

روغتیايي پیغام!

د اسهالاتو او ورته نورو ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره، تل د نل او سر پټو سرچینو لکه څاه ګانو او کاریزونو څخه اوبه وڅښئ.

Health message

 

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۱۱:۵۰

روغتیايي پیغام!

د کانګو ناروغۍ خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه قصاب باید د ذبحې پرمهال شخصي محافظتي وسایل؛ لکه  د کار مناسبې جامې، دستکشې، ماسک، عینکې او بوټونه وکاروي؛ ترڅو د کانګو ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.

Health message

 

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۸:۵۹

روغتیايي پیغام!

د کني چيچلو او د کانګو ناروغۍ د نښو لکه تبې، ځان دردۍ، زړه بدوالي او پوستکي لاندې خونریزۍ د راڅرګندېدو په صورت کې ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ؛ ترڅو ناروغي مو پر وخت تشخیص او درملنه یې وشي.

Health message

 

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۰:۳۳

روغتیايي پیغام!

میرګي یوه عصبي ناروغي ده او دردناکې رواني پایلې لري لکه سټِګما، شرم، خپګان او ورته نورې ستونزې، چې په دوامداره توګه یې باید درملنه وشي؛ ترڅو په راتلونکي کې د نورو ناوړو پایلو د پېښېدو مخنیوی وشي.

Health message

 

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۸:۴۲

روغتیايي پیغام!

 د ملاریا ماشی په ولاړو اوبو او د څاګانو په شاوخوا کې د اوبو څخه ډک بې سرپوښه لوښو کې ژوند کوي، نو د له منځه وړلو لپاره یې هڅه کې اوسئ.

 

Health message

 

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۰:۴۴

روغتیايي پیغام!

 د سیلاب په اوبو ککړ خوراکي توکي کېدای شي د ساري ناروغیو؛ لکه هیپا ټایټس او نورو مزمنو ناروغیو د لېږد لامل شي، نو له خوړلو یې ډډه وکړئ او لرې یې وغورځوئ.

Health message

 

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۳:۴۷

روغتیایی پیغام!

د لاس څخه د وینې بهېدنې په صورت کې د دسمال په وسیله لاس په غاړه کې واچوئ؛ ترڅو بې حرکته شي او د وینې ضایع کېدو مخنیوی وشي.

 

Health message

 

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۰:۳۱

روغتیايي پیغام!

د دې لپاره چې خپله روغ شئ او د نري رنځ ناروغۍ میکروب مو د کورنۍ نورو غړو ته انتقال نه شي په خپل سر د نري رنځ درمل مه بندوئ.

MOPH

 

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۰:۰

روغتیايي پیغام!

هغه ماشومان چې ذهني کمزورتیا ولري کولای شي ځیني مهارتونه زده کړي، له دې کبله هغوې ته مکررې زده کړې ورکړئ.

 

Health message

 

Pagination