لیکنې
روغتیايي پیغام!
عامه پوهاوی د روږدیتوب د مخنیوي تر ټولو غوره لار ده؛ نو د دې لپاره چې د نشه یي توکو له زیانونو او خطرونو خوندي پاتې شې، په اړه یې لا زیات معلومات ترلاسه کړئ.
روغتیايي پیغام!
نشه یي توکي نه یواځې یو فرد، بلکې کورنۍ او ټولنه هم له ستونزو سره مخ کوي او زیان ورته رسوي.
روغتیایي پیغام!
د يوه ځل لپاره د نشه یي توکو کارولو پرېکړه، کولای شي ستاسې راتلونکی د تل لپاره بدل کړي.
روغتیايي پیغام!
نشه یي توکي د انسان بدني او رواني روغتیا له منځه وړي؛ نو د سالم او روغ ژوند لپاره ور څخه ځان لرې وساتئ.
روغتیايي پيغام!
هېڅکله د یوه ناروغ درمل بل ناروغ ته مه ورکوﺉ، ښایي د هغوی ناروغي یو له بل سره توپير ولري او د جدي روغتیايي ستونزو لامل شي.
روغتيايي پيغام!
كله چې حشره وژونكي (سپری) وكاروئ نو خونه پرېږدئ، دروازه یې وتړئ او د یوه ساعت لپاره خونې ته مه ننوځئ.
روغتیایي پیغام!
د سترګو کمزوري په هر عمر کې رامنځته کېدای شي او زده کړو ته د زدهکوونکو نه لیوالتیا هم د سترګو د کمزورۍ لامل کېدای شي؛ نو له همدې امله باید د سترګو متخصص ډاکټر ته مراجعه وشي.