د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د روغتیا، درملو او روغتیايي محصولاتو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۳۳
mpoh

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي ازبکستان کې د یاد هېواد د روغتیا برخې له مسؤلینو سره د روغتیا، درملو او روغتیايي محصولاتو برخو کې د همکاریو پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ازبکستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د روغتیا وزارت مرستیال، ښاغلي الهام‌جان عمرزاکوف سره په لیدنه کې د مسلکي تجربو شریکولو، د افغان ناروغانو درملنې برخه کې د همکاریو، په ځانګړي ډول د سرطان، زړه او ورته نورو ناروغیو درملنې په اړه بحث ترسره او دواړو لورو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا، د ګډو همکاریو لپاره د زمینې پر برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

همدارنګه، ښاغلي زاهد، د یاد هېواد د درملو او طبي تجهیزاتو د صنعت پراختیا ادارې له رئیس ښاغلي عبدالله عزیزوف سره په جلا لیدنه کې د تخنیکي کارکوونکو ظرفیت لوړونې او روزنې، د دواړو هېوادونو تر منځ د درملو صنعت پراختیا، د کیفیت کنټرول لابراتوارونو پیاوړتیا او د لابراتواري تجهیزاتو برخه کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د خوړو او درملو مرستیال، د ازبکستان حکومت د مېلمه پالنې او همکاریو څخه د مننې تر څنګ وویل، ګډه همکاري به د تخنیکي ظرفیتونو په لوړولو، د درملو صنعت پراختیا، د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لا ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

دغه راز، ازبکستاني مسؤلینو د روغتیا، درملو او روغتیايي محصولاتو برخو کې د هر اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند او د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۳
Background image

قانون جلوگیری از قاچاق مواد غذایی، ادویه و محصولات صحی، فصل سوم، ماده بیست و چهارم

 فقره هشتم:

هرگاه شرکت توریدی ادویه و محصولات صحی، ادویه و محصولات صحی را طور انحصاری به دواخانه های مربوط به خود و عمده  توزیع نماید و یا آن را به چند فرد و مرجع مشخص طوری توزیع کرده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۴۳
Background image

برنامه آموزشی ۱۵ روزه مدیریت شفاخانه برای کارمندان صحی آغاز شد

ریاست ارتقای ظرفیت وزارت صحت‌عامه، برای ۲۴ تن از کارمندان صحی ولایت‌های ننگرهار، قندهار، بلخ و قندز، یک برنامه آموزشی ۱۵ روزه را تحت عنوان «مدیریت شفاخانه» (Hospital Management) آغاز. . .

BACK TO NEWS