د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د روغتیا، درملو او روغتیايي محصولاتو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۳۳
mpoh

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي ازبکستان کې د یاد هېواد د روغتیا برخې له مسؤلینو سره د روغتیا، درملو او روغتیايي محصولاتو برخو کې د همکاریو پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ازبکستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د روغتیا وزارت مرستیال، ښاغلي الهام‌جان عمرزاکوف سره په لیدنه کې د مسلکي تجربو شریکولو، د افغان ناروغانو درملنې برخه کې د همکاریو، په ځانګړي ډول د سرطان، زړه او ورته نورو ناروغیو درملنې په اړه بحث ترسره او دواړو لورو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا، د ګډو همکاریو لپاره د زمینې پر برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

همدارنګه، ښاغلي زاهد، د یاد هېواد د درملو او طبي تجهیزاتو د صنعت پراختیا ادارې له رئیس ښاغلي عبدالله عزیزوف سره په جلا لیدنه کې د تخنیکي کارکوونکو ظرفیت لوړونې او روزنې، د دواړو هېوادونو تر منځ د درملو صنعت پراختیا، د کیفیت کنټرول لابراتوارونو پیاوړتیا او د لابراتواري تجهیزاتو برخه کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د خوړو او درملو مرستیال، د ازبکستان حکومت د مېلمه پالنې او همکاریو څخه د مننې تر څنګ وویل، ګډه همکاري به د تخنیکي ظرفیتونو په لوړولو، د درملو صنعت پراختیا، د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لا ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

دغه راز، ازبکستاني مسؤلینو د روغتیا، درملو او روغتیايي محصولاتو برخو کې د هر اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند او د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۴۳
Background image

د روغتون مدیریت په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو لپاره ۱۵ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د ننګرهار، کندهار، بلخ او کندز ولایتونو ۲۴ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د روغتون مدیریت (Hospital Management) تر سرلیک لاندې ۱۵ ورځنی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۳۹
Background image

د وزیر محمد اکبر خان تخصصي روغتون د درېیو میاشتو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په شتون کې د وزیر محمد اکبر خان  تخصصي روغتون د مسؤلینو له لوري د یاد روغتون د تېرو درېیو میاشتو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۲۶
Background image

ننګرهار ولایت کې ۱۳ خصوصي کلینیکونه، چې د خیریه په نوم يې غیر قانوني فعالیت کاوه، وتړل شول

یاد کلینیکونه د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په جلال اباد ښار، چپرهار، سرخرود او خوګیاڼو ولسوالیو کې له خلکو څخه د پیسو اخیستلو او روغتیا وزارت سره د شوي. . .

BACK TO NEWS