د وزیر محمد اکبر خان تخصصي روغتون د درېیو میاشتو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۳۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په شتون کې د وزیر محمد اکبر خان  تخصصي روغتون د مسؤلینو له لوري د یاد روغتون د تېرو درېیو میاشتو د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې شو

د دغه ناستې موخه په تېرو درېیو میاشتو کې د وزیر محمد اکبر خان روغتون د لاسته راوړنو او ترسره شویو فعالیتونو په اړه معلومات ورکول وو، چې د روغتون مسؤلینو له لوري په کې د بېلابېلو څانګو اړوند د تداوي شویو او بستر شویو ناروغانو د شمېر، د جدي پاملرنې، جراحي، عمومي داخله، ارتوپیدي او نورو څانګو اړوند ارقام او معلومات له ګډونوالو سره شریک شول.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په دې ناسته کې د یاد روغتون د کاري راپور له اورېدو وروسته، د روغتون د مسؤلینو له ترسره شویو فعالیتونو څخه قدرداني وکړه او له مسؤلینو یې وغوښتل چې له شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې ناروغانو ته لا ښه روغتیايي خدمتونه وړاندې، له هغوی سره مناسب چلند وکړي او ناروغانو لپاره لا زیاتې روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي مرستیال زیاته کړه، چې د عامې روغتیا وزارت رهبري هڅه کوي؛ څو روغتیايي ستونزو ته په رسېدنې د لا ښو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د روغتیايي کارکوونکو په ظرفیت لوړولو سره په هېواد کې د ناروغانو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS