د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو د څارنې او پلټنې ریاست د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د درملو وارداتي شرکتونو، د درملو له عمده‌ پلورنځيو او له یو شمېر ګدامونو څخه هر اړخیز نظارت  ترسره کړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۲:۲۱
moph

د دې نظارت په ترڅ کې د معیاري چک‌لیستونو په اساس د درملو ۱۱۰ بابه وارداتي شرکتونه او ۳۳ بابه د درملو عمده‌ پلورنځي تر څارنې لاندې ونیول شول.

د یادو څارنو پایله کې ۱۶ بابه د درملو وارداتي شرکتونه، چې په خپلو پخوانیو ثبت‌شویو ځايونو کې یې فزیکي حضور نه درلود، په نښه شول او ياده موضوع په رسمي ډول د درملو او روغتیایي محصولاتو د ثبت، جواز ورکولو او د صادراتو او وارداتو د تنظیم اړوندو ریاستونو سره شريکه شوه.

همدارنګه، ۹ بابه د درملو وارداتي شرکتونه، ۱ باب غیر رسمي ګدام او ۳۰ بابه د درملو عمده‌ پلورنځي د معتبرو اسنادو نه شتون له امله په موقت ډول وتړل شول.

د کیفیت د کنټرول په برخه کې د شکمنو ۹ قلمه درملو نمونې د درملو او روغتیایي محصولاتو د کیفیت د کنټرول ریاست لابراتوار ته ولېږل شوې او یو قلم بې‌جوازه درمل ضبط شول. سربېره پر دې، ۴ بابه هغه د درملو عمده‌ پلورنځي، چې مخکې تړل شوې وو، د پرله‌پسې بیاکتنو لاندې نیول شوي دي.

د رسمي مکتوبونو په برخه کې په مجموعي ډول ۵۵ مکتوبونه د کندهار، ننګرهار، خوست او هرات ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو، همدارنګه د کابل ګمرک او نړیوال هوايي ډګر ته د بېلابېلو شرکتونو د درملو د خوندي تخریب (مصؤن يا خوندي هدر) په تړاو، د درملو او روغتیایي محصولاتو د صادراتو او وارداتو د تنظیم ریاست د واصله مکتوبونو پر بنسټ، تحرير او لېږل شوي دي.

سربېره پر دې، د قرنطین په برخه کې ۷۲۵ کارتنه او ۱۳ بورۍ بېلا بېل ډوله له نېټې تېر شوي درمل قرنطین شوي دي.

همدارنګه، ۲۵۰۰ کیلوګرامو څخه زیات غير معياري او له نېټې تېر درمل په ټاکل شويو سیمو کې له منځه وړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

یک باب لابراتوار مجهز برای تشخیص بیماری های ملاریا  در شفاخانه حوزوی بلخ فعال شد

این لابراتوار به شکل مجهز و معیاری با حمایت ریاست صحت‌عامه ولایت بلخ، برای تشخیص بیماری های ملاریا در شفاخانه حوزوی بلخ فعال گردید که گام مهمی در راستای تشخیص دقیق و به‌موقع بیماری. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۸
Background image

امضای قرارداد ۱۱۸ هزار دالری برای تقویت و گسترش خدمات صحی در ولایت فراه

وزارت صحت عامه با هدف تقویت و گسترش خدمات صحی برای باشندگان ولایت فراه، با مؤسسه Relief International قرارداد به ارزش (۱۱۸,۰۷۹) یکصد و هجده هزار و هفتاد و نه دالر به امضا رسانید.

این. . .

BACK TO NEWS