د مجاز درملو د ملي لېست د بیاکتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۹:۴۸
moph

دا ناسته د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د کلینیکي ازموینو د تنظیم او کنټرول امریت له لوري د تخصصي روغتونونو د متخصصینو، د کابل طبي پوهنتون استازو، د فارمسي پوهنځي علمي کادر غړو او د خوړو او درملو معینیت د متخصصینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې هغه ۱۶ ډوله درمل چې د خصوصي مؤسسو او شرکتونو له لوري د مجاز درملو په ملي لېست کې د شاملېدو لپاره وړاندیز شوي وو، د علمي شواهدو، تخنیکي معیارونو، د هېواد د روغتیايي نظام د اړتیاوو او نافذه لارښودونو پر بنسټ په هر اړخیزه توګه وارزول شول.

همدارنګه، د ترسره شویو ارزونو په پایله کې یو شمېر وړاندیز شوي درمل د علمي او تخنیکي معیارونو له پوره کولو سره سم د مجازو درملو په ملي لېست کې د شاملېدو وړ وپېژندل شول او د یو شمېر نورو درملو په اړه، د کافي علمي شواهدو او اسنادو د نشتوالي له امله پرېکړه وشوه، چې د هغوی ارزونه دې تر هغه وخته وځنډول شي؛ څو اړینې څېړنې يې بشپړې او لازم اسناد وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې ملي بانک له لوري په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

د وینې ملي بانک د خپل کاري ټیم په مرسته په دې کمپاین کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له کارکونکو څخه ٢٣ زره او ۵۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال کړه, چې له ضروري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۷
Background image

د غزني عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري په ياد ولايت کې د سیمه يیز روغتون د نوي تعمیر له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

په دې ليدنه کې د عامې روغتیا رئیس د یاد روغتون د نوي تعمیر د پاتې رغنیزو چارو د بهیر، پرمختګ او شته اړتیاوو په اړه اړوند مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې او زياته يې کړه، د دغه روغتون د رغنيزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۴
Background image

په فاریاب کې د حادې متوسطې خوارځواکۍ د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د څه باندې ۲۰۸ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په فاریاب ولایت کې د حادې متوسطې خوارځواکۍ خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Organization for Development Economic Social and Capacity Building-ODESC مؤسسې سره. . .

BACK TO NEWS