په فاریاب کې د حادې متوسطې خوارځواکۍ د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د څه باندې ۲۰۸ زره ډالرو هوکړهلیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري په فاریاب ولایت کې د حادې متوسطې خوارځواکۍ خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Organization for Development Economic Social and Capacity Building-ODESC مؤسسې سره د (۲۰۸۸۶۰) دوه سوه اته زره اته سوه شپېته ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو
دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۳۴ روغتيايي مرکزونو له لارې د یاد ولایت (۶۸۵۵۲) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۴۱) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د ODESC مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
