د غزني عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري په ياد ولايت کې د سیمه يیز روغتون د نوي تعمیر له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۷
moph

په دې ليدنه کې د عامې روغتیا رئیس د یاد روغتون د نوي تعمیر د پاتې رغنیزو چارو د بهیر، پرمختګ او شته اړتیاوو په اړه اړوند مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې او زياته يې کړه، د دغه روغتون د رغنيزو چارو په بشپړېدو او فعاليت سره به د غزني ولایت اوسېدونکو ترڅنګ د ګاونډیو ولایتونو د ګڼ شمېر ناروغانو روغتیايي ستونزې تر ډېره حل او ناروغانو ته به په معیاري او مناسب چاپېریال کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو زمينه برابره شي.

د يادونې وړ ده، چې د ياد روغتون د نوې ودانۍ پاتې رغنیزې چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۷
Background image

د غزني عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري په ياد ولايت کې د سیمه يیز روغتون د نوي تعمیر له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

په دې ليدنه کې د عامې روغتیا رئیس د یاد روغتون د نوي تعمیر د پاتې رغنیزو چارو د بهیر، پرمختګ او شته اړتیاوو په اړه اړوند مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې او زياته يې کړه، د دغه روغتون د رغنيزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۴
Background image

په فاریاب کې د حادې متوسطې خوارځواکۍ د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د څه باندې ۲۰۸ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په فاریاب ولایت کې د حادې متوسطې خوارځواکۍ خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Organization for Development Economic Social and Capacity Building-ODESC مؤسسې سره. . .

BACK TO NEWS