د عامې روغتيا وزارت د وینې ملي بانک له لوري په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو
د وینې ملي بانک د خپل کاري ټیم په مرسته په دې کمپاین کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له کارکونکو څخه ٢٣ زره او ۵۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال کړه, چې له ضروري معايناتو وروسته به ناروغانو ته توزيع شي.
د وینې ملي بانک آمر، ډاکټر نیازګل نیازمند د صنعت او سوداګرۍ وزارت له کارکوونکو څخه په دې کمپاین کې د ګډون او په رضاکارانه ډول د وینې ورکړې له امله مننه وکړه او له هېوادوالو څخه یې وغوښتل، چې د وینې په ورکړې سره د اړمنو ناروغانو د ژوند ژغورنې په برخه کې خپله ونډه واخلي او زیاته يې کړه، چې د وینې ورکړه یو انساني او ارزښتناک عمل دی او د خلکو همکاري کولای شي، د اړمنو ناروغانو د وینې اړتیا پوره کړي.
