ټول خبرونه
د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې لوی رییس، ډاکټر عنایت الله عنایت د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه د اختر په څلورمه ورځ د ارینا سلیمي خصوصي روغتون څخه لیدنه ترسره کړه
د دې لیدنې موخه د یاد روغتون د فعالیتونو ارزونه، د شته ستونزو او ننګونو یادښت کول او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه کولو لپاره د عملي حل لارو موندل وو، چې په ترڅ کې یې د څارنې او پلټنې. . .
د کوچني اختر په درې ورځو کې د لغمان ولایت ۱۵ روغتیايي مرکزونو کې نږدې (۲۲۰۰) ناروغانو ته په بېلا بېلو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي
یاد خدمات چې د لغمان ولایتي روغتون سربېره په ۱۴ روغتیايي مرکزونو کې وړاندې شوي، له ډلې یې ۷۹۰ تنو ته عاجل سراپا خدمات، ۱۱۸ تنو ته ټروما او پاتې نورو ته په بېلا بېلو برخو کې روغتیايي. . .
د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص لوی ریاست له لوري په لومړي ځل(۹۵) تنو ټریني ډاکټرانو ته د ریسرچ میتودولوژي روزنیز ورکشاپ ورکړل شو
یاد روزنیز ورکشاپ لومړی د عاجل ابن سینا او ملالۍ روغتون ټریني ډاکټرانو ته د څېړنیزو مهارتونو لوړولو، د علمي څېړنې اصولو ته د لا زیاتې پاملرنې، او د شواهدو پر بنسټ طبي څېړنو ته د هڅونې. . .
د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د یاد وزارت له لوري د "یو روغتیایي کارکوونکی، یو نیالګی" تر شعار لاندې د نیالګیو کښېنولو پیل شوي کمپاین کې ګډون وکړ
د عامې روغتیا وزیر، د سرطان ناروغۍ نوي جوړېدونکي روغتون انګړ کې د څو نیالګیو په کښېنولو سره وویل: پاک او له ناروغیو خوندي چاپېریال لرلو لپاره باید نیالګي کښېنول شي، ترڅو موږ ټول له. . .
د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله "عنایت" په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازو سره د تروما اړوند ارقامو راټولولو برخه کې ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د تروما (Trauma) اړوند ډیټابیز او معلومات چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له لوري د "170" روغتیایي مراکزو څخه په منظم ډول ټولېدل، ټول سیسټم به یې د ګډ. . .
د عامې روغتیا وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست تر منځ د اداري پروسو ساده کولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیا وزارت ښاغلو مرستیالانو، د اداري. . .
د عامې روغتیا وزارت مرستیال د روغتیايي علومو انسټېټیوټ د نیالګیو کښېنولو کمپاین کې ګډون وکړ
د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ملا بخت الرحمن شرافت د اکمال تخصص لوی رییس ډاکټر نثار احمد نیازي په ملتیا د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ له بېلابېلو. . .
د عامې روغتیا وزارت او چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست ګډې کمېټې ناسته تر سره شوه
د عامې روغتیا وزارت او چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست ګډې کمېټې له لوري د روغتیا وزارت په اداري چارو کې د ساده شویو پروسو تشریح کولو په موخه ناسته ترسره شوه.
یاده. . .
ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له خصوصي روغتیایي سکټور څخه نظارت تر سره شو.
یاد نظارت چې د څارنې او پلټنې امریت له لوري تر سره شو؛ پایله کې یې د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ کې د یو خصوصي روغتیایي مرکز لابراتوار او اکسری خونه د قانوني سرغړونې له امله وتړل شوه. . .
