په کابل، خوست، پکتیکا او بامیان کې د نشهیي توکو مخنیوي عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول
د کابل، خوست، پکتیکا او بامیان ولایتونو په یو شمېر ښوونځیو او عالي لېسو کې د نشه یي توکو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول
دغه پروګرامونه د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست اړوند د کابل ولایت جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون، د خوست ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون، د پکتیکا ولایت د روږدو درملنې ۳۰ بستریز روغتون او د بامیان ولایت د روږدو درملنې ۲۰ بستریز روغتون مسؤلینو له لوري زده کوونکو او استادانو ته ترسره شول.
په دې پروګرامونو کې د نشه یي توکو ټولنیز، اقتصادي، رواني او روغتیايي زیانونه په علمي او هر اړخیز ډول تشریح شول او د دغو توکو د کارونې له امله رامنځته کېدونکې فردي او ټولنیزې ستونزې روښانه شوې او هم د نشه یي توکو د مخنیوي، د روږدو پېژندنې او د درملنې مرکزونو ته د هغوی د راجع کولو په اړه مهم معلومات وړاندې شول.
