د عامې روغتیا وزارت او UNDP د HIV، توبرکلوز او ملاریا پروګرامونو پر ملاتړ خبرې وکړې
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې دواړو لورو د (HIV) توبرکلوز او ملاریا پروګرامونو د کارکوونکو فعالیتونو او همدارنګه د یادو ناروغیو لپاره د درملو برابرولو په برخه کې د ملاتړ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د هېواد د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او د (HIV) توبرکلوز او ملاریا پروګرامونو کې د (UNDP) همکارۍ مهمې وبللې او د روغتیايي کارکوونکو د ملاتړ او د ناروغانو لپاره د اړینو درملو پر برابرولو یې ټینګار وکړ.
همدارنګه، د (UNDP) مسؤلینو د درملو برابرولو او د (HIV) توبرکلوز او ملاریا پروګرامونو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه.
