ټول خبرونه
په کابل کې له خصوصي روغتونونو او کلینیکونو څخه نظارت ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د څارنې او پلټنې رئیس ډاکټر کریم الله حلیمي او ګډ نظارتي کمېټې د کابل ولایت په اتمه ناحیه کې له یو شمېر خصوصي روغتونونو او کلینیکونو څخه نظارت. . .
د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې ۷ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او له منځه یووړل شول
د هلمند عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د ګرمسیر ولسوالۍ له بازارونو، پلورنځیو او ګودامونو څخه د روغتیایي قوانینو د تطبیق په موخه هر اړخیز نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې یې ۷ ټنه له نېټې تېر. . .
د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ټولنيزو چارو له مرستیال، ښاغلي مولوي عبيدالله امين زاده سره ليدنه وکړه
په دې ليدنه کې د دواړو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ او ګډو همکاریو پر پياوړتیا او د هغه ماشومانو لپاره چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند روزنتونونو کې شتون لري، د درملنې، روغتيايي خدمتونو. . .
د عامې روغتیا وزارت له لوري د ملي او نړیوالو سازمانونو او مؤسساتو استازو او تمویل کوونکو سره د هیلت کلسټر ګډه ناسته ترسره شوه
دا ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د دې وزارت د مرکزي رئیسانو او د ملي او نړیوالو مؤسسو د استازو په شتون کې ترسره شوه د. . .
بغلان ولایت کې ۶ ټنه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او درمل له منځه یوړل شول
د بغلان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت مسؤلینو د ۱۴۰۴ هـ ش کال په څلورو ربعو کې د دې ولایت د پلخمري ښار له بېلا بېلو سیمو څخه ۶ ټنه له نېټې تېر او بېکیفیته خوراکي توکي. . .
د عامې روغتیا وزارت مرستیال د احمدشاه بابا روغتون څخه لیدنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي تېر ماښام په احمدشاه بابا روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه لیدنه. . .
د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د رهبرۍ او منېجمېنټ بورډ لومړنۍ غونډه تر سره شوه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د رهبرۍ او منېجمېنټ بورډ په لومړۍ ناسته کې ګډون وکړ.
په دغه. . .
د ایډز، جنسي ناروغيو او هیپاټایټس د کنټرول او مخنیوي لارښودونو د بیا کتنې تخنیکي غونډه تر سره شوه
دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د ايډز، جنسي ناروغيو او هیپاټايټس د کنټرول ملي پروګرام له لوري ترسره شوه، چې په کې د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي. . .
د عامې روغتیا وزیر د WHO له مشر سره د روغتیايي خدماتو پر پراختیا خبرې وکړې
د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ډاکټر ایډوین سنیزا سلواډور او د یاد سازمان او نورو مسؤلینو. . .
