د افغانستان او روسیې ترمنځ د خوړو خونديتوب او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۳۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد روسیې ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې هېواد د خوړو خونديتوب د تنظيم برخې له مسؤلينو سره ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې دواړو لورو د خوړو او د خوړو خونديتوب په برخه کې د دوه‌ اړخیزو او تخنيکي همکاریو پر پراختیا، د خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو پر اسانتیاوو او د خوندي او معیاري سوداګرۍ لپاره د زمینې برابرولو په اړه بحث او خبرې تر سره کړې.

همدارنګه، د تخنیکي ظرفیتونو پر لوړولو، د خوراکي توکو د کیفیت  کنټرول معیارونو پر يوشان والي او د صادراتو او وارداتو بهیر د ښه والي لپاره د اړینو همغږیو پر رامنځته کولو هم ټینګار وشو.

دغه راز، دواړو لورو د خوړو خونديتوب په برخه کې د دوه‌اړخیز هوکړه ليک د لاسلیک، د سوداګرۍ په برخه کې د موجوده ستونزو، ترانسپورت، معیاري بسته‌بندۍ او د سړو خونو د کمښت په اړه هم خبرې وکړې او د دغو ستونزو د حل لپاره یې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۵۲
Background image

په کندز کې د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې روغتیايي کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی ریاست اړوند د غیرساري ناروغیو د  کنټرول او مخنیوي ډیپارټمنټ له لوري د کندز ولایت د روغتیايي مرکزونو ۱۵ تنو ډاکټرانو او ۵۰ تن. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او HealthNet TPO مؤسسې ترمنځ د کونړ روغتیايي خدمتونو لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کونړ ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Health Net_ TPO مؤسسې سره د (۹۱۰۶۰۵۰) نهه میلیونه یو سل شپږ زره او پنځوس ډالرو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۳۹
Background image

کونړ کې يو روغتيايي مرکز له بیا رغونې وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د کونړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ اړوند د چلس فرعې روغتیايي مرکز نوی تعمیر، چې د وروستیو زلزلو له امله زیانمن شوی و، د عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو او د اسټرالیا د ملبورن ښار د افغانانو اسلامي. . .

BACK TO NEWS