د عامې روغتیا وزارت او روسیې ترمنځ د درملو او روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد روسیې ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې هېواد د روغتیايي، درملیزو او سوداګریزو بنسټونو له مسؤلینو سره لیدنه وکړ
په دې ليدنه کې دواړو لورو د درملو د تنظیم او ارزونې برخه کې د پرمختللو معیارونو او تجربو د کارونې په اړه نظرونه شریک کړل او همدرانګه افغان پلاوي د درمل جوړونې له معتبرو لابراتوارونو څخه هم ليدنه ترسره او د درملو د ثبت، کلینیکي ازموینو، د درملو د کیفیت کنټرول او د سرویلانس سیستمونو په اړه يې معلومات ترلاسه کړل.
همداراز، ياده لیدنه کې د ټولګټو هېوادونو سازمان (CIS) له مسؤلینو او د خوړو او درملو برخې له سوداګرو سره د سوداګریزو همکاریو پراختیا، د پانګونې جلب، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو او د درملو تولیدوونکو شرکتونو د همکاریو په اړه بحث او خبرې وشوې.
سربېره پر دې، یاد پلاوي د «ANTIKA» له مجهز او عصري روغتون څخه هم لیدنه وکړه او د روغتون له مسؤلينو سره يې د روغتیايي همکاریو، مسلکي تجربو د تبادلې او افغان صعب العلاج ناروغانو، په ځانګړي ډول د زړه او سرطان ناروغانو لپاره د درملنې زمینې برابرولو په اړه خبرې وکړې.
