تېره میاشت بلخ ولایت کې له ۲۲۹ روغتیايي او خوراکي تاسیساتو څخه نظارت ترسره شوی، چې پایله کې یې ۴۵ تاسیسات تړل شوي دي

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۰:۲۹
moph

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت ټیمونو تېره میاشت د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې له ۲۲۹ درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه نظارت ترسره کړی، چې پایله کې ۳۳ درملتونونه، یو کلینیک، یو روغتون، ۷ روغتیایي کتنځایونه، ۲ لابراتوارونه او یو د کوچنیو جراحي عملیاتو مرکز له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې او غیر قانوني فعالیتونو له امله وتړل شول.

د بلخ د عامې روغتیا رئیس، رحمت‌ الله منصور ټولو نظارتي ټیمونو ته په ټینګار سره وویل، چې نظارتونه په منظم، دقیق او شفاف ډول ترسره کړي او د هر ډول غیر قانوني فعالیتونو په صورت کې دې جدي اقدامات ترسره کړي.

همدارنګه، نوموړي د روغتیايي او خوراکي تاسیساتو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې نافذه قوانین او مقررات په بشپړ ډول مراعت کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

۲۹ قلم ادویه به ریاست صحت عامهٔ ننگرهار تسلیم داده شد

این ادویه از سوی اداره بین‌المللی یونیسف برای ربع دوم سال میلادی جاری، به‌منظور ارایه خدمات صحی در شفاخانه تخصصی حوزه‌ای ننگرهار و شفاخانه‌های ولسوالی‌ها، به مسوولان ریاست صحت عامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

تقویت توانمندی کارمندان صحی در بخش کنترول امراض ساری در کابل

یک برنامه آموزشی سه‌روزه به‌منظور ارتقاء ظرفیت کارمندان صحی در نقاط خط فرضی تورخم و بندر اسلام‌قلعه‌ که هدف آن آموزش، افزایش توانمندی‌های مسلکی کارمندان در بخش‌های نظارت، پیشگیری و. . .

BACK TO NEWS