د عامې روغتیا وزارت او UMCA/RPA مؤسسې ترمنځ د ننګرهار د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۳۱
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له United Medical Center for Afghans/Rehabilitation Program for Afghanistan-UMCA/RPA مؤسسې سره د (۶۴۵۴۷) څلور شپېته زره پنځه سوه اووه څلوېښت ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د یو بنسټیز روغتیايي مرکز له لارې د یاد ولایت (۴۲۰۸۳) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۳) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د UMCA/RPA مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

نظارت از ملکیت‌ها به‌منظور کاهش آلودگی هوا در کابل

مسوولان آمریت تنظیم و کاهش آلوده‌گی هوا ریاست صحت محیطی وزارت صحت‌عامه، به‌منظور جلوگیری از امراض تنفسی و بهبود کیفیت هوا، از ملکیت‌های مختلف در شهر کابل نظارت نمودند.

در جریان این. . .

BACK TO NEWS