د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د ۱۴۰۵ هـ ش کال تخصص پروګرام کې د شامل شویو او په ازموینه کې د بریالیو ډاکټرانو د پام وړ:

ټاکل شوې ده، چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د تخصص پروګرام کې د شامل شویو او په ازموینه کې بریالي ډاکټران د خپل انتخاب او د ازموینې د پایلو له مخې، چې د ازموینې ملي ادارې څخه ترلاسه شوې دي، په تخصصي روغتونونو کې د تخصص پروګرام ته معرفي شي.

له همدې امله، ډاکټران مکلف دي، چې د دې خبرتیا له خپرېدو سره سم د لاندې لینک له لارې په انلاین بڼه نوم‌ لیکنه وکړي:

(http://pgme.moph.gov.af/entrance-portal)

د نوم‌ لیکنې پیل:

۱ / دلو / ۱۴۰۴ هـ ش

۲ / شعبان / ۱۴۴۷ هـ ق

د نوم‌لیکنې پای:

۱۵ / دلو / ۱۴۰۴ هـ ش

۱۶ / شعبان / ۱۴۴۷ هـ ق

یادونه: د نوم‌ لیکنې لپاره ټول کاندیدان کولای شي، پر ذکر شوي لینک کلیک وکړي او د انټرنس ازموینې خپله آی‌ ډي داخل کړي. ځینې معلومات په سیستم کې له مخکې ثبت شوي دي؛ کاندیدان مکلف دي، چې پاتې معلومات په دقیق ډول په انګلیسي ژبه ولیکي او نوم‌ لیکنه وکړي.

 

دا نوم‌ لیکنه د دې لپاره ترسره کېږي، چې د اکمال تخصص لوی ریاست ته د یادو ډاکټرانو د تخصص پروګرام د تعهد او تعقیب په اړه ډاډ ترلاسه شي؛ څو پر وخت روغتون ته حاضر شي او په تخصصي روغتونونو کې د ټریني ډاکټرانو بستونه خالي پاتې نه شي.

د نوم‌ لیکنې د نه ترسره کولو او یا هم پر وخت نه حاضرېدو په صورت کې به د یادو ډاکټرانو پر بست بل واجد شرایط شخص معرفي شي او وروسته به د شکایت حق ونه لري.  

د اړتیا په صورت کې کولای شئ د اکمال تخصص لوی ریاست د معلوماتو له څانګې سره د دې شمېرې (0788209637) له لارې اړیکه ونیسئ او یا پیغام پرېږدئ.

د اکمال تخصص لوی ریاست

۳۰ / جدی / ۱۴۰۴ هـ ش

۱ / شعبان / ۱۴۴۷ هـ ق

آخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

اطلاعیه!

کاندیدان محترم  بست های مسلکی وزارت صحت‌عامه:

در صورت عدم قناعت به نتیجه پروسه شارت لیست، شما می‌توانید در مدت سه روز کاری شکایت خود را در ریاست رسیده گی به شکایات خدمات ملکی، اداره . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی اکمال تخصص وزارت صحت‌عامه!

قابل توجه متخصصین محترم رشته داخله عمومی و فامیلی میدیسن!

شفاخانه FMIC برای سال 1405 هـ ش برنامه اکمال تخصص، 2 تن ترینی را در رشته نیورولوژی جذب می نماید، متخصصین محترم رشته داخله . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۹
Background image

اطلاعیه ثبت نام بست های ترینی تخصصی سال ۱۴۰۵!

اطلاعیه ثبت نام بست های ترینی تخصصی سال ۱۴۰۵!

Back to announcements