په خوست ولایت کې د کتلوي معافیت پروګرام لپاره د نوي معیاري زیرمتون د جوړېدو چارې پیل شوې
خوست ولایت کې د کتلوي معافیت (NEPI) پروګرام لپاره د وچ سپلای او تجهیزاتو ساتنې په موخه د شاوخوا ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نوي معیاري زیرمتون د جوړېدو ډبره کېښودل شوه
د خوست عامې روغتیا رئیس مولوي اختر محمد عکرمه وویل: دغه زیرمتون د یونیسف (UNICEF) نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ جوړېږي، چې د کتلوي معافیت اړوند تجهیزات، سپلای او نور مواد به په کې خوندي، منظم او معیاري ساتل کېږي.
