په ترکیې هېواد کې د افغانستان ا.ا روغتیایي اتشې دوکتور فضلالله سیرت د آنتالیا د روغتیايي ګرځندوی نړیواله غونډه کې ګډون وکړ
دغه نړیواله غونډه د روغتیايي ډیپلوماسۍ، روغتیايي ګرځندوی، پانګونې، علمي همکاریو او د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا په موخه آنتالیا ښار کې جوړه شوې وه، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، اتشو، د روغتیا برخې متخصصینو، اکاډمیکو شخصیتونو، پانګهوالو او د دولتي او خصوصي ادارو استازو ګډون کړی و.
دوکتور فضلالله سیرت د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان د روغتیايي سکتور د وضعیت، ظرفیتونو او شته فرصتونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او د نړیوالو تجربو شریکولو، مسلکي ظرفیتونو لوړولو، ګډو روغتیايي پروګرامونو او علمي اړیکو د پراختیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې د نړیوالو همکاریو پیاوړتیا د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو پیاوړي کولو او د عامې روغتیا برخو کې د نوښتونو او پرمختګونو لپاره اغېزمن دي.
د غونډې د تخصصي ناستو په ترڅ کې دوکتور فضلالله سیرت او د نورو هېوادونو استازو د ګډو پروګرامونو او راتلونکو همکاریو پر فرصتونو بحثونه ترسره او هم یې د روغتیايي تجربو او همکاریو د پراختیا په اړه نظرونه شریک کړل.
