په بادغیس کې روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو لومړۍ بسته وسپارل شوه
د عامې روغتیا وزارت په رهبرۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د بادغیس ولایت غورماچ ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۴۶ قلمه طبي تجهیزاتو لومړۍ بسته وسپارل شوه
دغه تجهیزات د عامې روغتیا وزارت د پلان ګذارۍ او برنامه ريزۍ رئیس، ډاکټر عبدالستار صحت په مشرۍ د یوه تخنیکي پلاوي له لوري د UNHCR ادارې د استازو په ملتیا ياد روغتیايي مرکز ته وسپارل شول.
ټاکل شوې چې د دغو تجهیزاتو دویمه بسته هم په راتلونکي پړاو کې یاد روغتیايي مرکز ته وسپارل شي.
د يادونې وړ ده، چې د دغو تجهیزاتو د سمې کارونې او اغېزمنې ګټې اخېستنې په موخه د روغتیايي مرکز کارکوونکو ته د قراردادي شرکتونو د تخنیکي استازو له لوري اړینه روزنه هم ورکړل شوې او یاده لړۍ دوام لري.
