په بادغیس کې روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو لومړۍ بسته وسپارل شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۲۴
moph

د عامې روغتیا وزارت په رهبرۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د بادغیس ولایت غورماچ ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۴۶ قلمه طبي تجهیزاتو لومړۍ بسته وسپارل شوه

دغه تجهیزات د عامې روغتیا وزارت د پلان ګذارۍ او برنامه ريزۍ رئیس، ډاکټر عبدالستار صحت په مشرۍ د یوه تخنیکي پلاوي له لوري د UNHCR ادارې د استازو په ملتیا ياد روغتیايي مرکز ته وسپارل شول.

 ټاکل شوې چې د دغو تجهیزاتو دویمه بسته هم په راتلونکي پړاو کې یاد روغتیايي مرکز ته وسپارل شي.

د يادونې وړ ده، چې د دغو تجهیزاتو د سمې کارونې او اغېزمنې ګټې اخېستنې په موخه د روغتیايي مرکز کارکوونکو ته د قراردادي شرکتونو د تخنیکي استازو له لوري اړینه روزنه هم ورکړل شوې او یاده لړۍ دوام لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۲۴
Background image

په بادغیس کې روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو لومړۍ بسته وسپارل شوه

د عامې روغتیا وزارت په رهبرۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د بادغیس ولایت غورماچ ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۴۶ قلمه طبي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۳۷
Background image

د تخار په ولایتي روغتون کې د جدي پاملرنې ۱۰ بستريزه څانګه پرانیستل شوه

د تخار په ولایتي او تخصصي روغتون کې د جدي پاملرنو (ICU) ۱۰ بستریزه څانګه د عامې روغتیا وزارت له داخلي بودجې څخه د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 د دغې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو کنټرول او مخنيوي لوی ریاست کې د خپل منځي همغږۍ پیاوړتیا او د ياد رياست د فعاليتونو په اړه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو کنټرول او مخنيوي لوی رئیس دوکتور احمد سير پاڅون، اړوندو رئیسانو او د ډيپارټمنټونو مسؤلینو شتون درلود، د مسؤلینو تر منځ د اغېزمنې همغږۍ. . .

BACK TO NEWS