د تخار په ولایتي روغتون کې د جدي پاملرنې ۱۰ بستريزه څانګه پرانیستل شوه
د تخار په ولایتي او تخصصي روغتون کې د جدي پاملرنو (ICU) ۱۰ بستریزه څانګه د عامې روغتیا وزارت له داخلي بودجې څخه د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې څانګې د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د تخار والي مولوي سمیع الله حزب الله، د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي او یو شمېر روغتیايي مسؤلینو او کارکوونکو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د دغې څانګې فعالېدل په تخار کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام وباله او ویې ویل: دغه وزارت هڅه کوي چې تخصصي او معیاري روغتیايي خدمتونه د هېواد سیمو کې پر وخت اړین روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
