د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو کنټرول او مخنيوي لوی ریاست کې د خپل منځي همغږۍ پیاوړتیا او د ياد رياست د فعاليتونو په اړه ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو کنټرول او مخنيوي لوی رئیس دوکتور احمد سير پاڅون، اړوندو رئیسانو او د ډيپارټمنټونو مسؤلینو شتون درلود، د مسؤلینو تر منځ د اغېزمنې همغږۍ پياوړتيا، سلسله مراتب رعايتولو، د چارو لازم ترسراوي او د ياد رياست د فعاليتونو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو کنټرول او مخنيوي لوی رئیس دوکتور احمد سير پاڅون پر ژمنتيا، اخلاص او لازم اطاعت ټينګار وکړ او اړوندو مسؤلینو ته يې د چارو غور ترسراوي سپارښتنې وکړې.
