په ټول هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

Panah_moph

کابل، ۲۲/۱۰/۱۴۴۳/ هـ . ق ۲/۳/۱۴۰۱ هـ. ش : د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د یونیسف ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ نن په ټول هیواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ. دا په روان کال کې د پولیو د واکسین څلورم پړاو سرتاسري کمپاین دی، او موخه یې ۹،۹ میلیونه ماشومانو واکسین کول دي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي.

په دې کمپاین هغو ماشومانو ته چې د ۶ میاشتو تر ۵ کلونو پورې وي، ویتامین A ورکول کیږي چې د ناروغیو په وړاندې د هغوی د بدن معافیت سیستم د پیاوړي کولو لپاره فوق العاده ګټور دي.

د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد په هیواد کې اوسنې وضعیت د پولیو د واکسین د کمپاینونو او نورو روغتیايي خدمتونو د ښه تطبیق او وړاندې کولو لپاره مساعد وباله او له ټولو روغتیايي کارکوونکو او هغو کسانو څخه چې د پولیو واکسیناسیون په برخه کې کار کوي غوښتنه وکړه چې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره پوره هڅې وکړي او د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین کمپاین په ښه توګه تطبیق کړي.

افغانستان د پخوا په پرتله د پولیو له منځه وړلو ته ډير نږدې شوی او ټول هیوادوال باید په ګډه کار وکړي ترڅو د پولیو واکسین کمپاین په بریالیتوب سره پلي شي.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې د درملنې وړ نه ده او يوازې د واکسين په مټ يې مخه نيول کيداى شي. هغه ماشومان چې په دې ناروغۍ اخته کیږي د تل لپاره فلج یا مړه کیږي.

په روان زیږدیز کال کې تر اوسه د پولیو یوه مثبته پېښه له پکتیکا ولایت نه راپور شوې او د دغه ویروس جنیټیکي ریښه د پاکستان کویټې له مثبتو پېښو سره تړاو لري.

تېر کال په هېواد کې د پولیو څلور مثبتې پېښې راپور شوې وې، چې درې یې په کندوز او یوه یې په غزني ولایت کې ثبت شوې وې.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۱۰
Background image

د وینې مرکزي بانک خبرتیا!

د وینې مرکزي بانک هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د لوی اختر په ورځو شپو کې به د هېواد په مرکز او ټولو ولایتونو کې خپل ۲۴ ساعته خدمات په منظم او دوامدار ډول وړاندې کوي.

درنو هېوادوالو!

که . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ملکي او نظامي روغتونونو ټرینري تخصص بستونو ازموینې  پایلې!

د عامې روغتیا وزارت د ملکي او نظامي روغتونونو ټرینري تخصص بستونو ازموینې  پایلې!

https://nexa.gov.af/fa/result/114/search 

د ازموينې ګډونوال، که د ازموینې پايلو په تړاو شکایت لري، . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

خبرتیا!

موضوع: د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۶ هـ ش کال د تخصص برنامې شمولیت ازموینې د منابعو (ریفرنسونو) اعلان!

ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص لوی ریاست د پلان له مخې د عامې روغتیا وزارت د تخصص . . .

Back to announcements