د عامې روغتیا وزارت د سترګو د ګرځنده روغتیايي خدمتونو ټیم نیمروز ولایت ته سفر کوي.

rasooli_admin
moph

د بامیان ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د سترګو د ګرځنده روغتیايي خدمتونو ټیم، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د ړوندوالي د کچې راکمولو په موخه، د ۱۴۰۵ کال د لړم (عقرب) میاشتې له ۲۳مې نېټې څخه د لیندۍ (قوس) میاشتې تر ۷ مې نېټې پورې د بامیان ولایت د عامې روغتیا ریاست ته ځي او د دغه ولایت بېوزلو او اړمنو هېوادوالو ته په لاندې برخو کې د سترګو وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د سترګو د کترکت ۵۰۰ عملیاتو ترسره کول

د مطالعې لپاره د ۱۰۰۰ جوړو د نږدې لید عینکو وېشل

له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ تنو ناروغانو ته د اړینو درملو وېشل

له همدې امله، د بامیان ولایت له ټولو هغو اوسېدونکو څخه چې د سترګو په ناروغیو اخته دي، غوښتنه کېږي، په ټاکل شوې موده کې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته مراجعه وکړي او د عامې روغتیا وزارت د سترګو له ګرځنده وړيا روغتیايي خدمتونو څخه ګټه واخلي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۹:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د سترګو د ګرځنده روغتیايي خدمتونو ټیم نیمروز ولایت ته سفر کوي.

د بامیان ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د سترګو د ګرځنده روغتیايي خدمتونو ټیم، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د ړوندوالي د کچې راکمولو په موخه، د ۱۴۰۵ . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۲۴
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت ۳۴ مسلکي بستونه اعلان ته سپارلي دي.

په شرایطو برابر کسان کولای شي د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې له ۷ مې نېټې څخه تر ۱۷ مې نېټې پورې خپل غوښتنلیکونه له اړینو اسنادو سره . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۸:۵۳
Background image

خبرتیا!

 موضوع: د عامې روغتیا وزارت د سترګو ګرځنده روغتیايي پاملرنې ټیم فراه ولایت ته سفر وکړ

د فراه ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د سترګو ګرځنده روغتیايي . . .

Back to announcements