په ترکیې هېواد کې د افغانستان ا.ا روغتیایي اتشې دوکتور فضل‌الله سیرت د آنتالیا د روغتیايي ګرځندوی نړیواله غونډه کې ګډون وکړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۳۲
moph

دغه نړیواله غونډه د روغتیايي ډیپلوماسۍ، روغتیايي ګرځندوی، پانګونې، علمي همکاریو او د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا په موخه آنتالیا ښار کې جوړه شوې وه، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، اتشو، د روغتیا برخې متخصصینو، اکاډمیکو شخصیتونو، پانګه‌والو او د دولتي او خصوصي ادارو استازو ګډون کړی و.

دوکتور فضل‌الله سیرت د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان د روغتیايي سکتور د وضعیت، ظرفیتونو او شته فرصتونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او د نړیوالو تجربو شریکولو، مسلکي ظرفیتونو لوړولو، ګډو روغتیايي پروګرامونو او علمي اړیکو د پراختیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې د نړیوالو همکاریو پیاوړتیا د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو پیاوړي کولو او د عامې روغتیا برخو کې د نوښتونو او پرمختګونو لپاره اغېزمن دي.

د غونډې د تخصصي ناستو په ترڅ کې دوکتور فضل‌الله سیرت او د نورو هېوادونو استازو د ګډو پروګرامونو او راتلونکو همکاریو پر فرصتونو بحثونه ترسره او هم یې د روغتیايي تجربو او همکاریو د پراختیا په اړه نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې ملي بانک له لوري په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

د وینې ملي بانک د خپل کاري ټیم په مرسته په دې کمپاین کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له کارکونکو څخه ٢٣ زره او ۵۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال کړه, چې له ضروري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۷
Background image

د غزني عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري په ياد ولايت کې د سیمه يیز روغتون د نوي تعمیر له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

په دې ليدنه کې د عامې روغتیا رئیس د یاد روغتون د نوي تعمیر د پاتې رغنیزو چارو د بهیر، پرمختګ او شته اړتیاوو په اړه اړوند مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې او زياته يې کړه، د دغه روغتون د رغنيزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۴
Background image

په فاریاب کې د حادې متوسطې خوارځواکۍ د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د څه باندې ۲۰۸ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په فاریاب ولایت کې د حادې متوسطې خوارځواکۍ خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Organization for Development Economic Social and Capacity Building-ODESC مؤسسې سره. . .

BACK TO NEWS