د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت لوړ پوړي تخنیکي پلاوي هندوستان هېواد ته د سفر په ترڅ کې په نوي ډهلي کې د همدرد فابریکې له مسؤلینو سره غونډه وکړه
په دې غونډه کې د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د دودیز او بدیل طبابت د چارو د سمون رئیس مولوي سید هارون آزاد، د خوړو د ثبت او جوازونو رئیس ډاکټر محمدولي عادل او تخنیکي سلاکار نور احمد حنفي ګډون کړی و.
په غونډه کې د دودیز او یوناني طبابت د پراختیا، د افغان طبیبانو د مسلکي روزنې، انلاین زدهکړو، لنډ مهاله تخصصي کورسونو او د همدرد فابريکې په لابراتوارونو کې د عملي ورکشاپونو جوړولو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې تر سره شوې.
همدارنګه، د همدرد فابریکې مسؤلینو په افغانستان کې په بېلابېلو سیمو کې د وړیا روغتیايي کمپونو د جوړولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او په افغانستان کې یې د درملو د تولید لپاره د یوې صنعتي فابریکې د جوړولو لېوالتیا څرګنده کړه، چې دا به په افغانستان کې د یوه بهرني شرکت لومړنۍ لویه درمل جوړوونکې فابریکه وي او خپل توليد ته به دوام ورکوي.
د دغه غونډې په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د افغانستان د خوړو او درملو معينيت او همدرد فابریکې ترمنځ به په نږدې راتلونکي کې د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه يو هوکړه لیک هم لاسلیک شي.
