د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت لوړ پوړي تخنیکي پلاوي هندوستان هېواد ته د سفر په ترڅ کې په نوي ډهلي کې د همدرد فابریکې له مسؤلینو سره غونډه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۳:۳
moph

په دې غونډه کې د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د دودیز او بدیل طبابت د چارو د سمون رئیس مولوي سید هارون آزاد، د خوړو د ثبت او جوازونو رئیس ډاکټر محمدولي عادل او تخنیکي سلاکار نور احمد حنفي ګډون کړی و.

په غونډه کې د دودیز او یوناني طبابت د پراختیا، د افغان طبیبانو د مسلکي روزنې، انلاین زده‌کړو، لنډ مهاله تخصصي کورسونو او د همدرد فابريکې په لابراتوارونو کې د عملي ورکشاپونو جوړولو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې تر سره شوې.

همدارنګه، د همدرد فابریکې مسؤلینو په افغانستان کې په بېلابېلو سیمو کې د وړیا روغتیايي کمپونو د جوړولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او په افغانستان کې یې د درملو د تولید لپاره د یوې صنعتي فابریکې د جوړولو لېوالتیا څرګنده کړه، چې دا به په افغانستان کې د یوه بهرني شرکت لومړنۍ لویه درمل جوړوونکې فابریکه وي او خپل توليد ته به دوام ورکوي.

د دغه غونډې په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د افغانستان د خوړو او درملو معينيت او همدرد فابریکې ترمنځ به په نږدې راتلونکي کې د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه يو هوکړه لیک هم لاسلیک شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۱
Background image

معین غذا و ادویه وزارت صحت عامه از یک لابراتوار کنترول کیفیت در ممبی دیدار کرد

محترم مولوی حمدالله زاهد، معین غذا و ادویه وزارت صحت عامه و هیآت همراهش، در جریان سفرشان به کشور هند، از یک لابراتوار خصوصی کنترول کیفیت ادویه و مواد غذایی در شهر ممبی دیدار نمودند

در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۳۳
Background image

نشست نیازسنجی آموزشی کارمندان ریاست برنامه عمومی تداوی معتادین برگزار شد

نشست نیازسنجی آموزشی کارمندان ریاست برنامه عمومی تداوی معتادین وزارت صحت عامه، از سوی انستیتوت خدمات ملکی، به‌منظور شناسایی نیازهای آموزشی و ارتقای ظرفیت مسلکی کارمندان این ریاست برگزار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۹:۴۹
Background image

بیماری اسهال!

اسهال در اطفال یک مشکل  صحی رایج است؛ اما با مراقبت مناسب و تداوی به‌موقع می‌توان از پیامدهای ناگوار آن جلوگیری کرد.

در هنگام اسهال اطفال، به توصیه‌های زیر جدی توجه کنید:

- برای. . .

BACK TO NEWS