د خوړو او درملو مرستیال په ممبۍ کې د کیفیت کنټرول له خصوصي لابراتوار څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي هند هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې په ممبۍ ښار کې د درملو او خوراکي توکو د کیفیت کنټرول خصوصي لابراتوار څخه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې د صادرېدونکو درملو او خوراکي توکو د کیفیت او خوندیتوب تامین په موخه د یاد لابراتوار فعالیتونه وکتل شوه او د کیفیت کنټرول برخه کې د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو پر فرصتونو او د لابراتوار له تخنیکي ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه خبرې وشوې.

د یادې لیدنې په پای کې هوکړه وشوه، چې ذکر شوی لابراتوار به د همکاریو تفصیلي طرحه له افغان لوري سره شریکه کړي، ترڅو له هر اړخیزې ارزونې وروسته، د همکاریو څرنګوالي په اړه نورې تخنیکي ناستې هم ترسره شي. همدارنګه، یاد لابراتوار به د ظرفیت لوړونې برخه کې له افغان لوري سره هر اړخیزه همکاري کوي او افغان لوری به هم اړین معلومات په رسمي ډول له یاد لابراتوار سره شریکوي؛ ترڅو په اړوندو برخو کې له شته ظرفیتونو څخه عملي ګټه واخیستل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۱
Background image

د خوړو او درملو مرستیال په ممبۍ کې د کیفیت کنټرول له خصوصي لابراتوار څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي هند هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې په ممبۍ ښار کې د درملو او خوراکي توکو د کیفیت کنټرول خصوصي لابراتوار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۹:۴۶
Background image

د نس ناستي ناروغي!

نس ناستی په ماشومانو کې یوه عامه روغتیايي ستونزه ده؛ خو د مناسبې پاملرنې او پر وخت درملنې له لارې د ناوړه پایلو مخه نیول کېدای شي.

د ماشومانو د نس ناستي پر مهال لاندې سپارښتنو ته جدي. . .

BACK TO NEWS