د کابل ښار هوټل پروان سیمه کې پنځه درمليز تأسیسات د سرغړونو له امله وتړل شول
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د درملو د وارداتو او وېش آمریت کارکوونکو د کابل ښار د هوټل پروان په سیمه کې له ۸ درمليزو تأسیساتو څخه څارنه وکړه.
د دې څارنې په ترڅ کې دوه د درملو شرکتونو او پنځه عمدهپلورنځيو څخه لیدنه وشوه او اړوند څارنیز چک لېستونه بشپړ شول، چې په پایله کې يې څلور عمدهپلورنځي د درملو د پېر د بل نه وړاندې کولو او د پلور په بلونو کې د درملو د بشپړو مشخصاتو نه درج کولو او يو درملتون د قانوني اسنادو نه شتون له امله وتړل شول.
