خبرتیا!
موضوع: د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۶ هـ ش کال د تخصص برنامې شمولیت ازموینې د منابعو (ریفرنسونو) اعلان!
ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص لوی ریاست د پلان له مخې د عامې روغتیا وزارت د تخصص برنامې ته د داخلېدو ازموینه د ۱۴۰۵ هـ ش کال د عقرب یا قوس میاشتو کې د ټرېني ډاکترانو د جذب په موخه د لاندې منابعو مطابق واخیستل شي.
نو محترم نوماندان کولای شي، چې د دې خبرتیا له خپرېدو سره سم لاندې منابع مطالعه کړي او د لا ډېرو معلوماتو لپاره دې دغه واټساپ 0788209637 شمېرې ته پیغام واستوي او خپل مطلب دې حل کړي.
یادونه:
تاسې کولای شئ، د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۶ هـ ش کال د تخصص برنامې د شمولیت ازموینې ریفرنسونه د عامې روغتیا وزارت له وېب پاڼې څخه په لاندې لینکونو ترلاسه کړئ:
https://moph.gov.af/sites/default/files/2026-05/DOC-20260509-WA0005..pdf
https://moph.gov.af/sites/default/files/2026-05/CamScanner%2005-09-2026%2014.13.pdf
https://moph.gov.af/sites/default/files/2026-05/CamScanner%2005-09-2026%2014.07.pdf
