د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت په تېره یوه میاشت کې له ۱۴۶ روغتیایي تاسیساتو، درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړی دی

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۰
moph

یاد نظارت چې د فراه ښار له بېلابېلو سیمو څخه ترسره شوی، په پایله کې ۱ لابراتوار، ۵ درملتونونه، یو د ایکسری مرکز، ۵ د وینځلو توکو تولیدي شرکتونه، یو د اوړو تولیدي شرکت او یو د خوراکي توکو تولیدي شرکت له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې او غیر قانوني فعالیتونو له امله وتړل شول.

سربېره پر دې، د نظارت په ترڅ کې ۲۱۰ کیلو ګرامه خوراکي توکي او ۱۵۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي زیرمتون ته ولېږدول شول.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

ساختمان آمریت آمبولانس ریاست صحت‌عامه ولایت فراه بعد از تکمیل کامل کارهای بازسازی، به بهره‌برداری سپرده شد

این پروژه در نتیجه تلاش‌های پی‌هم مولوی شیخ میر «صدام»، رئیس صحت‌عامه ولایت فراه، تطبیق گردید که هدف آن بهبود محیط کاری آمریت آمبولانس، حفاظت از ساختمان و ارتقاء کیفیت خدمات بوده است.

. . .

BACK TO NEWS