۵۰ تنه روغتيايي کارکوونکو د ساحوي ایپیډيمیولوژي پروګرام څخه د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۹:۴۶
۵۰ تنه روغتيايي کارکوونکو د ساحوي ایپیډيمیولوژي پروګرام څخه د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل

۵۰ تنه روغتيايي کارکوونکو د ساحوي ایپیډيمیولوژي پروګرام څخه د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د ساحوي ايپيډیميولوژي پروګرام مسئولینو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتيا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د یادې فراغت غونډې ګډونوالو ته په وینا کې د دغه پروګرام پر ارزښت خبرې وکړې او د فارغو شوو روغتيايي کارکوونکو ونډه يي د ساحوي روغتيايي معلوماتو په راټولولو او تحلیل کې مهمه وګڼله او و یې ويل: ( هېوادوالو ته په نېږدې او لرو پرتو سیمو کې د معیاري خدمتونو وړاندې کول د عامې روغتيا وزارت دنده او مسئوليت دی او موږ هڅه کوو؛ تر څو روغتيايي خدمتونه د هېواد ګوډ ګوډ ته و رسوو.)

ښاغلي وزیر همداراز زیاته کړه، د روغتيا په برخه کې د مسلکي ډاکټرانو د ظرفیت لوړول يو اساسي اصل دی چې په تېرو دوو کلونو کې په دې برخه زیات کار شوی او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۸
Background image

نشست مشترک نماینده گان وزارت صحت‌عامه و وزارت کار و امور اجتماعی برگزار گردید

این نشست از سوی ریاست عمومی پلان و پالیسی وزارت صحت عامه، با حضور نماینده‌گان ریاست‌های طب وقایوی، طب معالجوی، اقتصاد و تمویل صحت این وزارت و ریاست محافظت اطفال وزارت کار و امور اجتماعی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

محترم مولوی نور جلال جلالی وزیر صحت‌عامه ا.ا.افغانستان، در جریان سفر رسمی‌اش‌ به ولایت سمنگان، بخش ۵۰ بستر نسایی ولادی را در شفاخانه ولایتی افتتاح کرد

در مراسمی که به همین مناسبت برگزار شده بود، محترم وزیر صحت‌عامه و هیئآت همراهش، ملا محمد شعیب رسالت والی سمنگان، شماری از مسوولان ادارات ولایتی و باشنده‌گان محل اشتراک داشتند.

محترم. . .

BACK TO NEWS