د روغتیايي عرضه خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو له مسوولینو سره ناسته ترسره شوه

akbari_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۵:۰
د روغتیايي عرضه خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو له مسوولینو سره ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د یو غونډې په ترڅ کې د روغتیايي عرضه خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو له مسوولینو سره د ژمې په راتګ سره ولایتونو ته د درملو او سون توکو د لېږد پهداړه خبرې وکړې.

مالي او اداري معین د تطبیق کوونکو موسسو مسوولینو ته هدایت وکړ چې ژر تر ژره په دې برخه کې اقدام وکړي، ځکه چې د ژمي په رارسېدو سره به د یو شمېر روغتیايي مرکزونو ترانسپورتي لارې بندې شي او بیا به دغو مرکزونو ته رسېدل او تجهیزول ستونزمن وي.

له بلې خوا په دې برخه کې د تطبیق کوونکو موسسو روغتیايي مسوولینو د همکارۍ ژمنه وکړه، خپلې غوښتنې او وړاندیزونه یې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او د حل په موخه یې لازم هدایت ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۵
Background image

پروسه آفرگشایی ساخت شفاخانه ۳۰ بستر در ولسوالی بگرامی ولایت کابل برگزار شد

این پروسه با حضور مسوولان پروسه آفر گشایی وزارت صحت عامه و نماینده گان ۷ شرکت ساختمانی برگزار گردید.

مسوولان پروسه آفرگشایی وزارت صحت‌عامه، در نشستی که به این مناسبت برگزار شد، گفتند:. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۱
Background image

برگزاری نشست مشترک در مورد دیجیتالی‌سازی سیستم‌های اداری شفاخانه‌ها

داکتر وحدت الکوزی رئیس عمومی طب معالجوی وزارت صحت‌عامه به خاطر دیجیتال‌سازی سیستم‌های اداری شفاخانه‌ها و مرکز این وزارت، نشست مشترکی را با مسوولان وزارت‌های مالیه، تحصیلات عالی و. . .

BACK TO NEWS