د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

rasooli_admin
moph

موضوع: د ځینو کانټراسټ (Contrast) انجکشني درملو د نه کارونې په اړه!

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د لومړۍ شمېرې خبرداري پر بنسټ، د GE Healthcare Ireland Limited شرکت له لوري تولید شوي د ACCUPAQUE (Iohexol)، VISIPAQUE (Iodixanol) او OMNIPAQUE (Iohexol) انجکشني کانټراسټ درملو ځینې بېچونه د جدي کیفیتي ستونزې له امله د ناروغانو روغتیا ته خطر پېښولی شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د یادو درملو د ۱۰۰ ملي لیتري پلاستیکي بوتلونو په ځینو بېچونو کې فلزي ذرات موندل شوي، چې د تزریق پر مهال د وینې جریان ته د داخلېدو په صورت کې د رګونو بندښت، د تنفسي ستونزو، د زړه او دماغې سکتې، د بدن د غړو زیان او آن د ناروغ د مړینې لامل کېدای شي.

له همدې امله، له ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو، تشخیصيه او رادیولوژي مرکزونو، درملتونونو، واردوونکو او اړوندو روغتیايي بنسټونو څخه غوښتنه کېږي، چې د روغتیا نړیوال سازمان په خبرداري کې د ذکر شویو اغېزمنو بېچونو له کارولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي، موجودې زېرمې وڅېړي، د شکمنو محصولاتو له وېش او کارونې مخنیوی وکړي او د اړتیا په صورت کې یې اړوندو مسؤلو ادارو ته راپور ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت د ناروغانو د روغتیا او خوندیتوب د خوندي کولو په موخه د دې موضوع جدي څارنه کوي او له ټولو اړوندو بنسټونو څخه غواړي چې د یادې خبرتیا له لارښوونو سره سم کړنې تر سره کړي.

یادونه: د پورته ذکر شويو درملو لېست د لاندې لېنک له لارې موندلای شئ:

https://moph.gov.af/sites/default/files/2026-07/n1_2026_contrast-media_en.pdf

 

 

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

اطلاعیه وزارت صحت عامه!

موضوع: در مورد عدم استفاده از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib)

براساس هشدار شماره دوم سال ۲۰۲۶ سازمان صحی جهان (WHO)، سه بیچ از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib) در کشورهای ایران، ترکیه . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۲
Background image

اطلاعیه وزارت صحت عامه!

موضوع: در مورد عدم استفاده از برخی دواهای تزریقی کانتراست (Contrast)

براساس هشدار شماره اول سال ۲۰۲۶ سازمان صحی جهان (WHO)، برخی از بیچ‌های دواهای تزریقی کانتراست ACCUPAQUE (Iohexol)، . . .

Back to announcements