د عامې روغتيا وزارت له لوري د افغان حاجيانو درملنې په موخه ۴۲ قلمه بېلا بېل اړين درمل د حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۳۶
MOPH

دغه درمل د حاجيانو د روغتيا ساتنې، د عامه ناروغيو درملنې او بېړنيو روغتيايي حالاتو ته پر وخت رسېدنې په موخه ياد وزارت ته وسپارل شو، چې د حج فريضې اداء کولو پر مهال به د ټاکل شويو روغتيايي ټيمونو له لوري د اړتيا پر مهال افغان حاجيانو ته ورکول کېږي.

د عامې روغتيا وزارت د اړوندو ادارو سره په همغږۍ ژمن دی، چې د افغان حاجيانو لپاره معياري روغتيايي خدمتونه برابر او د هغوی د روغتيا خونديتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

د يادونې وړ ده، چې عامې روغتيا وزارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په همغږۍ د واکسین او نورو ناروغیو اړوند د عامه پوهاوي خدمات تر سره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS