د پکتیا او بامیان لپاره د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا تړون له DAWEO مؤسسې سره لاسلیک شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۳۶
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا او بامیان ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له DAWEO مؤسسې سره د (۱۴۵۰۴۸) یو سل پنځه څلوېښت زره او اته څلوېښت ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو:

دا تړون د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به يې په بامیان ولایت کې د روږدو درملنې د دريو مرکزونو او پکتیا ولایت کې د دوو روغتیايي مرکزونو له لارې د دې ولايتونو اوسېدونکو ته د PSS (رواني او ټولنیز ملاتړ خدمتونه) وړاندې کېږي.

همدارنګه، د يادې پروژې په پلي کېدو سره به شاوخوا (۱۴) تنو ته د کار زمينه هم برابره شي.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلينو وويل، ياد تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د پکتیا او بامیان ولایتونو (۴۱۲۰) تنه اوسېدونکي د تغذيې اړوند خدماتو برخمن او ۱۴ تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د DAWEO مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS