ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو
د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بېکیفیته خوراکي توکي، چې ټول وزن یې ۱.۲ ټنه و، راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته انتقال شول.
